الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې له بازارونو څخه څه باندې یوټن بې کیفیته توکي راټول شول


د کابل ښاروالۍ د شپږمې ناحیې مسئولینو په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په ترڅ کې ۱۰۸۲ کیلوګرامه بې‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز۳۶۰ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل کېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته لېږدول شوي دي.
د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر پّ دې اړه وویل: په راټولو شویو توکو کې مکروني، شیدې، قیماق، آچار، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلېټ، بسکویټ، شامپو، صابون، نوشابې، کېچپ او نور بېلابېل توکي شامل دي.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز له پلورونکو هم غوښتنه شوې چې، د ښاریانو د روغتیا خوندې ساتلو او په ښاري چاپېریال کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه، د بې‌ کیفیته توکو له پلورلو او د لوډسپیکر له کارولو څخه ډډه وکړي.