د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د حضرت محمد مصطفی ( ص ) د میلاد په مناسبت د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د مبارکۍ پیغام

که صورت د محمد (ص) نه وای پیدا

پیدا کړی به خدای (ج) نه وای دا دنیا

نن ورځ د ټولو موجوداتو د فخر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ ده . نن ورځ هغه چا نړۍ ته سترګې پرانیستلې چې د جهالت تورې تیارې ، ریا ، بې عدالتي او نورې بدبختیانې یې له راتللو سره له مینځه لاړې. د عدالت لمر وځلېد او وحدانیت برقرار شو. د کابل ښاروالۍ مشرتابه د نړۍ ټول امت مسلمه او په خاصه توګه د افغانستان مسلمان ملت ته د پیغمبر (ص) د زوکړې ورځې مبارکي وایي. کابل ښاروالۍ له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د کابل ښاریانو څخه هیله لري چې د خپل ژوند په ټولو پړاوونو کې د حضرت محمد (ص ) نېک اخلاق د بېلګې په توګه وکاروي . د خپلو ګاونډیانو سره نېک چلند ، د ښار او خپل چاپېریال پاکوالي ، د ښار اوسېدنې اصولو او د هیواد هوساینه کې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي. په احترام د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز