د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتو ناحیو کې د ښځو شوراګانو د پياوړتیا په موخه ناسته تر سره شوه

دا ناسته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د خلکو د انسجام چارو رییس فخرالدین فايض او د دوویشتو ناحیو د ښځو شوراګانو د رییسانو په ګډون د ښار په ناحیو کې د ښځو شوراګانو د پياوړتیا لپاره تر سره شوه. لومړی د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو مرستیال په خپلو خبرو کې د ښځو د رول د پياوړتیا په برخه کې د ترسره شوو کارونو او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: موږ هڅه کوو چې ښځې باید زموږ په سترو ښاري تصمیمونو کې په خپلو جوړونکو لیدلورو له موږ سره تر پخوا زیاته همکاري وکړي. ورپسې ګډونوالو هر یوه په ټولنیزو چارو کې د ښځو د رول پر پياوړتیا خبرې وکړې، د ښځو د چاپېریالي ستونزو د کمښت په برخه کې یې د سمو حللارو لپاره مشخص وړاندیزونه وکړل. په پای کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ژمنه وکړه چې د ښځو ټولو معقولو غوښتنو ته به پر وخت او لازمه رسېدنه وشي.