د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یوه ښځینه مارکیټ د جوړېدو د امکان سنجونې د مطالعې کار پیل شو

24 دلو 1398

کابل ښاروالي په پام کې لري چې په اتمه ناحیه کې یو ښځینه مارکیټ جوړ کړي، په همدې موخه د دې طرحې د امکان سنجونې په موخه سروې ترسره شوه. دا سروې په اتمه ناحیه کې د ښځینه مارکیټ د کمیت او کیفیت په اړه د تجارت پیشه ښځو د نظرونو د راټولولو په موخه شوې. ټاکل شوې چې دغه مارکیټ په اتمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ پراختیایي پروګرام (KMDP) له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د اشتغال زایی – کارموندنې پروژې د څلورمې برخې په اډانه کې، چې د کابل ښاروالۍ له لوري تطبیقېږی، جوړ شي. په دې سروې کې د کابل ښاروالۍ د پراختیايي پروګرام تخنیکي ټيم د کابل ښار د اتمي ناحیې د ریاست په همکارۍ له یو شمېر تجارت پیشه ښځو، دوکاندارانو او د دې ناحیې له اوسېدونکو او متنفذینو سره مرکې وکړې او په دې توګه د دغه مارکیټ د جوړولو په اړه د مرکچیانو لیدلوري راټول کړل شول. کابل ښاروالي د کارموندنې/ اشتغال زایی EZ-Kar- پروژې د یوې برخې د پلي کوونکي بنسټ په توګه د بوختیا او اقتصادي فرصتونو د زیاتولو په موخه د چاپېریال او بیخ‌بنسټونو د پياوړتیا په لټه کې ده. د دې موخې د ترلاسي لپاره په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې په کابل ښار کې ځينې مارکیټونه ورغوي او ځينې نور د ښځو د مارکیټونو په ګډون له سره جوړ کړي.