الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د افغانستان د رسنیو شهیدانو یادګاري منار د کار له څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

4 حوت 1398

د روان کال په 3 د حوت د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیا سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال عبدالمنان شېوا په شمول، اطلاعاتو ته د لاسرسي ځینو غړیو، او د ځینو رسنیو مسؤلینو په شتون کې د رسنیو شهیدانو یادګاري منار د جوړېدو چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې په حال کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل:

دغه منار چې د کابل ښار په  زړه محمد جان خان پارک کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ جوړیږي، 5 سلنه چارې یې بشپړې شوي دي.

دغه ښار به د ښاري طرحو په کلاسیکو او پرمختللو جوړښتونو سنبال وي چې ټول لګښت یې د کابل ښاروالۍ لخوا ورکول کېږي او د یوې میاشتې په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

دغه کړنه د هیواد خبریالانو ته د درناوي په موخه تر سره کېږي .

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال او ورسره پلاوي له دغې کړنې څخه خوښي څرګنده کړه او له کابل ښاروالۍ څخه یې د دغه منار جوړولو له امله مننه وکړه.