د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل ښاروال پيغام

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د مارچ د اتمې چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمه ده، د هېواد ټولو زیارکښو، هڅاندو، مفکرو او لوستو ښځو ته مبارکي وايي. ښځې د بشر د ټولنیز ژوند پر ټولو ډګرونو اعظمي اغېز لري او د ټولنې راتلونکي نسلونه روزي. ښځې زموږ د هېواد په تاریخ کې له ځانګړې احترام څخه برخمنې وې او د ټولنې په دیني، ټولنیزو او اخلاقي موازینو کې یې لوړ مقام درلودلی دی. په اسلام کې چې د پيروۍ ویاړ یې لرو، ښځې لوړ مقام پکې تر لاسه کړی دی، ځکه په اسلام کې د ښځې حقونه او دندې له هر اړخه د پام وړ دي؛ پر دې سربېره چې سړی د تاریخ په اوږدو کې د ژوندانه د چارو په مخ ته وړلو کې مطرح و، خو په دغه بهیر کې لومړنی اصل او اساس ښځې دي، چې ستر سړي د دوی په کارنامو ټولنې ته وړاندې شوي دي. کابل ښاروالي د یو ستر خدماتي بنسټ په توګه د دولت د سیاستونو په پيروۍ د ښځو د ارتقا لپاره زیاتې هڅې کړې دي او زیاتو ښځو ته یې په دې اداره کې د رهبرۍ، مدیریتي او په خدماتي کچه د کار زمینه برابره کړې ده، چې په سلګونو ښځې یې په مختلفو کچو لکه معینیت، مشاوریت، ریاستونو او د مختلفو ریاستونو د معاونیتونو په کچه پر کار ګومارلي دي او هغوی یې په پراخه توګه په ښاري مدیریت کې دخیلې کړې دي. په کابل ښاروالۍ کې اتلې ښځې په سختو شرایطو کې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار او هڅه کوي او کابل ښاریانو ته خدمت کوي چې کارونه یې محسوس او ملموس دي. د دغه بنسټ رهبري ژمنه ده چې ښځينه پاړکي ته د اقتصادي ودې او کاري بوختیا لازیاته زمینه برابره شي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ښځو د فردي او ټولنیزو خوندیتوبونو لپاره ګڼ پروګرامونه لري، ترڅو په ښاري مدیریت کې د ښځو رول پياوړی کړي، چې ښځې په خپل ښکلي لید او جوړونکې فکري سلیقه د کورنیو پر مدیریت سربېره په ښاري مدیریت خصوصاً په سترو ښاري تصمیمونو کې مهم رول لوبولی شي. نو راشئ چې د ښځې لوړ او درانه مقام ته درناوی وکړو‎!

پوهنیار احمد ذکي سرفراز

کابل ښاروال