الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال: د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د محصول پیسې ښاریانو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو د تمویل سرچینه ده.

29 حوت 1398

نن په لسمه او‌څلورمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو په موخه د ښاري خدمتونو د محصول ورکولو او د اصنافو د جواز اخیستو څارنه وشوه. په دغه څارنه کې چې مشري یې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال کوله، د ښار د مختلفو اصنافو د فعالیت کوونکو له لوري د ښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو، د اصنافو جواز اخیستلو او د دغه بنسټ د ښاري خدمتونو د محصول پر اداینې تمرکز وشو. نوموړي په دې اړه وویل: مخکې مختلفو اصنافو ته ابلاغ شوې وه، ترڅو د کابل ښاروالۍ ښاري اصولو او مقرراتو ته پام وکړي، خپل فعالیتونه داسې تنظیم کړي چې پلې لارې بندې نه کړي. د ښاري نظم او اقتصادي ودې په موخه د دغه بنسټ له لوري د اصنافو جواز -چې ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو یوه تمویلوونکې سرچینه ده- واخلي.