د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رمضان مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کابل ښاروال پيغام

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د رمضان برکتي مياشتې مبارکي د نړۍ ټولو مسلمانانو، ګرانو او دینداره هېوادوالو په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونكو ته وايي. په دې هیله چې په دغه مبارکه میاشت کې زموږ طاعات او عبادات د الله تعالی په دبار کې قبول شي او له انساني ټولنې ټولې ناروغۍ او مصيبتونه لری شي، ترڅو له ټولو تشویشونو لرې ژوند ولرو. د رمضان مبارکه میاشت د سولې او امنیت ټينګښت او له کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره یو مناسب فرصت دی؛ راشئ دا فرصت له لاسه ورنه کړو او د دې مبارکي مياشتې له برکتونو ستره ګټه واخلو. لازمه ده چې ټول په ځانګړي توګه د هېواد ملی سوداګر په رمضان میاشت کې چې د اړمنو او بېوزلو د لاسنیوی میاشت ده، غریبانو او فقیرانو ته په صدقو او مرستو ورکولو سره د الله تعالی رضا د ترلاسي لپاره هڅه وکړو. په دغو سختو او ناوړه شرایطو کې د خپل ځان او نورو د روغتیا لپاره دیني او طبي توصیو ته جدي پاملرنه وکړو او د دغه وېروس په مهارولو کې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړو. کابل ښاروالي چې د تل په څېر د خدمتونو په وړاندې کولو کې مخکښه ده، له ټولو کابل ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار په پاکۍ او نظافت کې خپل شخصي او چاپېريالي نظافت ته په پام کولو سره خپل د ښاروندۍ رول په مسوولانه توګه اداکړي، ترڅو زرغون او پاک ښار ولرو.

په درنښت

محمد داود سلطانزوی

کابل ښاروال