الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نیکمرغه کوچیني اختر د رارسیدو په مناسبت د محمد داود سلطان زوی کابل ښاروال د تبریکۍ پیغام!

د کوچني اختر د رارسېدو مبارکي ټولو مؤمنو او دینداره هېوادوالو په تېره د کابل شریفو اوسېدونکو ته د زړه له تله وایم او هیله لرم چې دغه برکتناکې ورځې په هېواد کې دسولې او سراسري امنیت د راتلو پيلامه وګرځي. لکه څنګه چې د کابل شریف اوسېدونکي پوهېږي چې کابل ښاروالي د تر ټولو لوی خدمت رسوونکي ارګان په توګه د ښار په ۲۲ ناحیو کې د کرونا او قرنطین له امله زیانمنو شویو کورنیو زرګونه کورنیو باندې وچه ډوډۍ وېشې، غواړم ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړم چې د ډوډۍ وېش به د اختر په ورځو کې هم د ښار په ټولو برخو کې په نورمال ډول جریان ولري. زموږ مستحق هېوادوال کولی شي چې د اړتیا وړ ډوډۍ له ټاکل شویو نانوایانو څخه ترلاسه کړي.

په درنښت

محمد داود سلطان‌زوی

کابل ښاروال