د کابل ښاروالۍ رهبري د جوزا ۲۴ مه چې د مور ورځې سره سمون خوري، د افغانستان ټولو زړورو او مبارزو مېرمنو ته د زړه له کومې مبارکي وایي. له بده مرغه اوس هم مېندې په سختو اقتصادي شرایطو، جګړو او ناخوالو کې ژوند کوي، خو له دې ټولو شته ستونزو سره سره دوی بیا هم هڅه کوي، چې خپلو بچیانو ته د سولې او مینې چاپیریال برابر کړي. موږ د افغان مېندو زړورتیا ته احترام کوو او د دې پرتمینې ورځې مبارکي ورته وایو.
د کابل ښاروال
محمد داود سلطانزوی
#دکابل_ښاروالۍ
#شاروالی_کابل
#Kabul_municipality