د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې له درییو پروژو د کابل د ښاروال لیدنه او څارنه

27 جوزا 1399

د کابل ښاروال د کابل ښار د پرمختګ لپاره د خلکو پر جدي همکارۍ ټینګار وکړ او له لاندې پروژو یې لیدنه وکړه:

- د قلعه زمان خان له واټ څخه چې ۴۳۰۰ مټره اوږدوالی لري او د دې پروژې ۳۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
- د پاچا پله پروژه چې د ملي بودیجې له لوري تمویلیږي او بنایي واټ د قلعه زمان خان د واټ له لارې د قلعه زمان خان له ۶۰ مټره واټ سره نښلوي. دا پل ۱۴ مټره پلنوالی او ۵۹ مټره اوږدوالی لري او له نړیوالو معیارونو سره جوړیږي چې ۷۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
- شینه پل چې ۴۰ مټره اوږدوالی او ۱۴ مټره پلنوالی لري، د کابل ښار په ۱۶ ناحیه کې دی او ۵۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
د دې دوو پلونو او قلعه زمان خان واټ د چارو په بشپړیدو سره، ارزان قیمت او د بنایي درې لارې سره نښلیږي چې په پایله کې یې د کابل ښار د ختیځې خوا ټرافیکي ستونزې په بشپړه توګه حل کیږي.

همداراز د دې لارې د اقتصادي ودې زمینه چې لس کیلومټرو ته رسیږي، تضمین کیږي.