کابل ښاروالۍ له وزیر محمداکبرخان تفریحي تپې ۴۵ غیر قانوني غرفې چې د یادې تپې په شنو ساحو کې ځای پرځای شوې وې لیرې کړې. د یادو غرفو له امله نه یوازې د چاپیریال ساتنې برخه کې ستونزې را ولاړې شوې وې ، د دې سربیره د غرفو مالکانو کابل ښاروالۍ ته عواید هم نه ورکول. په پام کې ده په نیږدې راتلونکې کې د یادې سیمې په مناسبو برخو کې تیپیک غرفې جوړې شي او له قانوني پړاوونو طی کولو او روغتیایي سپارښتنو نظر کې نیولو وروسته به د کابل ښاروالۍ له لوري په کرایه ورکړل شي.
د وزیر محمد اکبرخان له تفریحي تپې غیر قانوني غرفې لېرې کړل شوې
15 اسد 1399