الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلخانې چهاردهی نښلونکی پل جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

16 اسد 1399

د ګلخانې چهاردهی نښلوونکی پل ، چې د شپږمې ناحیې اصلي سړک د یادې سیمې له لیرې پرتو سیمو سره تړي د ګلخانې پر لوی کانال جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. دا پل په تیر کې په ټیټه کچه جوړ شوی وو چې ډیری وخت د لارې بندیدو سبب ګرځید ، خو په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د ساتنې او مراقبت ریاست له لوري دا پل د ۱۲ مترو په اوږدوالي او ۷ متره سور په لرلو په اساسي توګه بیا جوړ شو ، چې ورسره به د خلکو د تګ راتګ او  ترافیکي ستونزې حل شي .  د دې سربیره به د سیمې اوسیدونکو د چاپیریال ساتنې برخې ستونزې هم حل او د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه به مخنیوی وشي.