الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال کړنې د ۱۹ مې ناحیې اوسیدونکو وستایلې

16 میزان 1399

د کابل ښار ۱۹ ناحیې یو شمیر اوسیدونکو د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی کړنې د یوې غونډې په ترڅ کې د ارزیابۍ پایلو په اعلان ، د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.   د ستاینې په مراسمو کې د ۱۹ مې ناحیې ګذر وکیلانو، عالمانو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو. کابل ښاروال غونډې په خپلو خبرو کې وویل، چې د ښاري اسانتیاوو برابرول، د پروژو تطبیق او بیارغونه، د ښاري اړتیاو او چاپیریال ساتنې برخې ستونزې د ۱۹ ناحیې له اوسیدونکو سره خپل لومړیتوبونه وښودل او زیاته یې کړه چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه تر بر هر وخت هڅه او زیار کوي، څو د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه کړي. کابل ښاروال د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي، غیر قانوني رغونو، او یادې ناحیې لپاره د اسانتیاوو برابرول یاد کړل چې په تیر کې ورته پاملرنه نه ده شوې او په همدې موخه یې له ګډونوالو سره بحث او خبرې اترې وکړې.