الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نـوي کال د را رسیدو په مناسبت د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی پیغام!

د نوي 1400 کال او نوروز د را رسیدو له کبله ټولو هیوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو ته د زړه له تله مبارکي وایم.   نوی 1400 کال په داسې حال کې پیلوو چې، هیواد مو له بل هر وخت سولې او پخلاینې ته اړتیا لري، د فردي او ټولنیزو مسئولیتونو په درک او همهاله د هیودانۍ مینې په حس سره هیله لرو، څو نوی لمریز کال په هیواد کې د سوکالۍ سعادت، ښکلا، آبادۍ او د ښاریانو لپاره له برکتونو ډک کال وي او دغه راز ټول د زړه له تله په هیواد کې د سولې، ورورولۍ او سوکالۍ لپاره هڅې او کوښښونه وکړو. زه د کابل ښاروال او خدمتګار په توګه له تاسو ټولو ښاریانو هیله لرم، څو د نیالګیو کینولو کمپیاین په ژوندي ساتلو، د زروغونو سیمو په پراختیا او دغه راز د پروګرامونو او پلانونو په پلي کیدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار او همغږي و اوسئ، څو وکولای شو ټول په ګډه د خپل ښار په آبادۍ کې برخه واخلو. هیله لرم نوی کال مو له خوښیو او سولې سره مل وي او ژوند مو په خوښیو تیر شي.

 

                   محمد داود سلطان زوی 

                 د کابل ښاروال