د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.95 افغانی
1 یورو 78.02 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجشنبې حشر په دوام دا ځل په لومړی ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

د پنجشنبې حشر پر دوام دا ځل د لومړی ناحیې په یو شمیر سیمو کې د یادې ناحیې د اوسیدونکو،مشرانو،ځوانانو او ښځو شورا په ګډون حشر ترسره شو چې په پایله کې یې زیات شمیر تیت کثافات راټول او له ښاره د باندې ولیږدول شول. د دې ګډ کار په پایله کې د باغ قاضي سړک،لاهوري دروازه ،لیدلوری واټ،د میوند واټ دویمه برخه،د نوم ورکي سرتیري چوک او له پل محمودخان تر ابن سینا روغتون او سینماپامیر پورې سیمې له کثافاتو پاکې شوې. د خلکو له ګډون سربیره د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري ۱۵۰ ټنه جامد کثافات راټول او ۱۰۰۰ متره ویالې هم پاکې او خلاصې شوې. کابل ښاروالي په تنظیفي حشرونو کې د کابل ښاریانو د ډیرې همکارۍ او ونډې اخیستو هیله کوي.