د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.01 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ښاروال پیغام!

 

د روژې مبارکه میاشت د قرانکریم د نزول او د خدای( ج ) د بندګۍ میاشت ده. له همدې کبله د دې مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه ټولو کابل ښاریانو ته مبارکي وایم. د اسلام مبارک دین له بنسټونو یوه یې د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې نیول دي، چې هر کال د نړۍ د مسلمانانو له لوري ورته ښه راغلاست ویل کیږي. هیله لرم د کابل درانه ښاریان د اسلام مبارک دین له لارښونو سره سم د عباداتو ترڅنګ ټولنیزو مسایلو او ښاري اخلاقو ته هم درناوی وکړي او دغه راز له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. کابل ښاروالي هم په دې هڅه کې ده،څو ډیر ژر د ښار په کچه د ملي دسترخوان پروګرام پلی کړي. په همدې توګه د خوراکي توکو له ټولو پلورونکو هیله کوم،څو له انصاف او عدالت څخه کار واخلي،څو هیوادوال وکولای شي په دې مبارکه میاشت کې له خپلو کورنیو سره یوځای ارام او هوسا و اوسي او له هغه برکتونو څخه چې په یاده میاشت کې شته،ګټه پورته کړي. له لوی خدای ج څخه هیله لرم چې د دې مبارکې میاشتې په برکت په هیواد کې تلپاتې سوله او ابادي راشي.

په درنښت

کابل ښاروال 

محمد داود سلطانزوی