د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

كابل ښاروال په کابل کې د اساپانیا له سفیر سره وکتل!

21 ثور 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په کابل کې د اساپانیا شاهي هیواد له سفیر ګیبریل فیران سره د مرستو د جذب او د ښاري مدیریت په اړوند په یوه کتنه کې بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د ښاري مدیریت په برخه کې له دوی څخه د نویو تجربو او نمونو د شریکولو غوښتونکی شو او دغه راز یې د اساپانیا له سفیر سره د خدمتونو وړاندې کولو، ښاري پرمختیا، ظرفیت لوړنې، ښاري ترانسپورت او د کثافاتو د غوره مدیریت به برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ لاسته راوړنې او ترسره کړي فعالیتونه شریک کړل. ښاغلي سلطانزوی دغه راز د کابل ښاروالۍ لرلید او راتلونکي پلانونه هم له سفیر سره شریک کړل او په تطبیق کې یې د اسپانیا له سفیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په وینا یې د دوی تجربې کولای شي د ښاري ترانسپورت په برخه کې د کابل ښاروالس له لوري ګټورې وې، چې د اسپانیا سفیر هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.