الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له هیواد څخه د روسي یرغلګرو د وتلو ورځې د سلواغې د ۲۶ مې په اړه د کابل ښاروال پیغام

بسم رب الشهدا والصدیقین

"وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ" د ال عمران سورت ۱۶۹ آیت

د افغانستان د مجاهد ملت د مجاهدت او سرښندنې لویې ورځ یا د سلواغې ۲۶ مه زموږ ذهنونه را ژوندي کوي او د زرګونو شهیدانو د وینو  او مخلصانه سرښندنې پر وړاندې زموږ مسئولیتونه له پخوا ډیروي. له یادې ورځې نمانځنه په اصل کې د هغه سرښندنو نمانځنه ده چې زموږ ملت د سرو ښکیلاک ګرو د تجاوز او یرغل په لاره کې ډالۍ کړې دي او هغوی ته یې نه هیریدونکې ماته ورکړه. د کابل ښاروالۍ رهبري دا ارزښتناکه ورځ نمانځي او د لوی خدای ج له دربار څخه د دې خاورې سپیڅلو شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او ژمنتیا لري څو د شهیدانو وینو ته په درنښت د دې خاورې د سوکالۍ، ښکلا او آبادۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي. آزاد، آباد او ښایسته افغانستان د هر افغان هیله ده.

په درنښت 

کابل ښاروال 

مولوي عبدالرشید بلوچ