د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اعلامیه

 

 درنو هیوادوالو!لاسي پلورونکي کوچني ښاري متشبثین دي، چې د کابل ښار د اقتصاد اړینه برخه جوړوي،کابل ښاروالۍ اړ ده تر څو د دي متشبیثینو د کار او بار لپاره مناسب ځای وټاکي، تر څو دوي وکولاي شي خپلي ورځني چارې په عادي توګه سرته ورسوي.
مګر دا چې دغه متشبیثین له ۱۵ کلنو راهیسي په نا منظم ډول او بیلا بیلو ځایونو کې خپلې چاري ترسره کوي د ښار ډيري سړکونه او واټونه یي بند کړي، او خلګو ته يي ګڼي ستونزي جوړي کړي.
کابل ښاوالۍ د لومړي ځل لپاره د لاسي پلورونکو لپاره یوه طرحه په پام کې نیولي چې له مخې به یې له یوي خوا د کوچنیو متشبیثینو په کار او بار کې ښه والي رامنځته شي او له بلي خوا به د ښار ګڼه ګوڼه کمه شي.
د لاسي پلورونکو د مدیریت لپاره د یوي معیاري کړنلارې جوړول، په هر ناحیه کې د لاسي پلورونکو لپاره نوي سیمي ټاکل، او د لاسي پلورونکو سروي کول هغه کړنې دي چې په تیر یو کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره شوي، او دا دي اوس مو د دي لړۍ عملي چاري پیل کړي چې په بیلا بیلو سیمو لکه، پل باغ عمومي،میرویس میدان او سرای شمالي کې د لاسي پلورونکو د تنظیم کولو چارې پیل شوي، چې له نیکمرغه لاسي پلورونکو هم له دي طرحې ملاتړ کړي او کابل ښاروالۍ سره یې مرسته کړي.
ولي په دي ورستیو کې په ښار کې د دي لړۍ له پیل سره سم یو تعداد خلګو د معلول او لاسي پلورونکو له نوم نه په ګټي اخستتني سره په لاریون او اعتراض لاس پوري کړ، ترڅو دغه لړۍ له ناکامې سره مخ کړي مونږ کابل درنو ښاریانو ته ډاډ ورکو چې دغه طرحه به په جدي توګه پلي کوو او هیچا ته به دا اجازه ورنکړو چې دغه ملي ولسي لړي له ستونزو سره مخ کړي، او په ښار کې د ګڼي ګوڼي لامل وګرځي