د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژې مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او کارکوونکو په استازیتوب د روژې مبارکې میاشتې د را رسیدو له امله د افغانستان شریف او متدین ولس ته په ځانګړې توګه د کابل درنو ښاریانو ته د زړه له تله مبارکي وایم. هیله لرم د دې مبارکې میاشتې په برکت سره په خدمت کولو، عباداتو، ښاري پاکۍ، له ښاري تاسیساتو څخه د غوره ګټې اخیستنې او ښاري اصولو او قوانینو د پام کې نیولو په برخه توفیق غواړم. هیله ده په دې مبارکه میاشت کې ستاسو ټولو عبادات او صدقې د لوی خدای ج په دربار کې قبولې شي او ژوند مو له خوښیو او برکتونو ډک وي. اړینه ده یو د بل د حقونو په ادا کولو کې هڅه وکړو او کوښښ وکړو څو د خپلو ګاونډیو او ښاریانو د ځورونې او بې نظمۍ سبب ونه ګرځو. د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې به هم د کابل ښاروالۍ زیارکښ پرسونل د کابل درنو ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کوي، په ځانګړې توګه د تنظیف هڅاند کارکوونکي به د خورا علاقه سره د ښار د پاکۍ او صفایۍ لپاره هڅې کوي. د کابل ښاروالۍ رهبري د له ټولو ښاریانو هیله کوي، څو د ښار په پاکۍ او نظم کې له موږ سره همغږي و اوسي. د لوی خدای ج له دربار څخه درته د عزت، ریښتینولی او کرامت هیله کوم. د ټولو هیوادوالو لپاره د سوکاله او پرمختللي کابل غوښتونکی یم.

په درنښت

کابل ښاروال 

مولوي عبدالرشید