د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمیر ښاریانو سره وکتل!

20 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اسنادو د پړاونو تیرولو په اړه د یو شمیر ښاریانو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او اړوند مسئولانو ته یې لارښونه وکړه، څو په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي او هیڅ مسئول باید په هره بهانه چې وي په کار کې ناغیړي او غفلت ونه کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د مراجعینو د اسنادو پړاونو ته دې پام وشي او عرایض یې باید ژر تر ژره اجرا او د وخت له ضایع کیدو دې مخنیوی وشي. د کابل ښاروالۍ رهبري چمتو ده څو د خلکو د غوښتنو پر بنسټ ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي.