د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 87.4750 افغانی
1 یورو 92.2200 افغانی
1 درهم 23.8250 افغانی
1 تومان 0.0028 افغانی
1 کلدار 0.3575 افغانی
1 هندی 1.0263 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پیغمبر اکرم ((ص)) د نېکمرغه میلاد په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

 9003.jpg (1000 × 1000)

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ

د پیغمبر اکرم ((ص))  د نېکمرغه میلاد په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

د بشریت د ستر لارښود او پر ځمکه د الله ((ج)) د وروستي استازي حضرت محمد مصطفی ((ص)) د زیږېدو ورځ، ټول مسلمان امت ته له ارزښته ډکه او نېکمرغه ورځ ده. حضرت محمد((ص)) د دې لپاره پیغمبر وټاکل شو چې، نړۍ او انسانان له خرافاتو، جهالت، بې عدالتۍ، ظلم او ناوړه ټولنیزو کړنو وژغوري او د حق او د الله ج د وحدانیت لوري ته یې را وبولي. اړینه ده چې، موږ د دې ستر پیغمبر له نیکواخلاقو او سیرت څخه ځان خبر او د ژوند ټولې چارې مو د هغه ((ص))  له لارښونو او سنتو سره برابرې کړو، څو په دنیا او اخرت کې مو نیکمرغۍ او بریالیتوبونه په برخه شي.  حضرت محمد ((ص)) د غوره حکومتولۍ او نیکو اخلاقو مثال وو او موږ ته ښايي، چې په ټولو ټولنیزو برخو کې د هغه ((ص))  لارې تعقیب کړو. د دې نېکمرغه ورځې په برکت د لوی خدای ج له درباره څخه ځان او د کابل ښاروالۍ نورو مسئولانو ته د ریښتیني خدمت کولو توفیق غواړم او د ګران افغانستان د لا پرمختګ او او آبادۍ هیله لرم.

په درنښت

کابل ښاروال

الحاج مولوي عبدالرشید