د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر اعظم په دویمه برخه کې د ۴۰سړکونو جوړولو چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شول

19 جوزا 1397


د یوولسمې ناحیې اړوند، د ګذر اعظم په دویمه برخه کې د ۱۰کیلومتره په اوږدوالي سره د ۴۰سړکونو جوړولو چاري چې تیرکال د کابل ښاروالۍ پرمختیایی پروګرام له لاری یې د جوړیدو چاري پیل شوی وی، بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شول.
دغه سړکونه د ۱۰کیلومتره په اوږدوالي او په منځني ډول د ۶متره پلن والي سره دي چې د سړک غاړي لښتیو او د اوسپنیز کانکریټي پلونو رغول هم پکي شامل دي، د افغان بلدرز رغنیز شرکت له لوری یې چاري په مخ وړل کیږي او د کابل ښاروالۍ د څارني ټیمونو له خوا تل څارل کیږی ترڅو د رغولو چارو څخه یې ډاډ تر لاسه شي.