الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې کانال د جوړولو چارې روانې دي

18 ثور 1403

11913.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې په(E) برخه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د کانال جوړولو د دې پروژې مسئول انجنیر عبدالمالک په دې هکله وویل: دغه کانال یو کیلو متر اوږدوالی، (۱،۵)متره سور او (۱،۵) متره ژوروالی لري چې، چارې به یې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د یاد کانال په جوړېدو سره به د رحمن مېنې د (E) برخې او ورڅېرمه سیمو سړکونوته د اوبو راپورته کېدو ستونزه حل او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي