د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

16 ثور 1403

11895.jpg (1820 × 1024)

له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي کمېټې غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د یادې ادارې د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال پر مسئولینو ټېنکار وکړ چې، د ښار په کچه ټولې ودانۍ باید د کابل ښاروالۍ د ساختماني جوازونو د مقرراتو او لوایحو په مراعتولو او د ښار جوړونې له معیارونو سره برابرې جوړې شي. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د کابل ښار د معیاري او اقتصادي ودې او د کاري زمینې د رامنځته کولو په موخه، هغه ښاریان چې غواړي ودانۍ جوړې کړي، د ودانۍ د جواز او ښاري قوانینو له مخې ورته آسانتیاوې برابریږي او کولای شي خپلې ودانۍ جوړې کړي. نوموړي زیاته کړه، هغه ښاریان چې جواز یې ترلاسه کړی کولای شي په ډاډمنه توګه خپل کار پر مخ بوزي، خو هغه کسان چې غواړي پرته له جواز ودانۍ جوړې کړې؛ کار یې بندېږي او تر قانوني څېړنو لاندې به ونیول شي. د یادونې وړ ده چې، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو جوړولو شرایط توپیر لري او له قانوني پړاوونو وروسته ورته د ودانۍ جوړولو اجازه ورکول کیږي. د غونډې په پای کې د ودانیزو سرغړونو د راپور په اړه بحث او خبرې وشوې، او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول