د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۱۴۰۳ کال کې د کابل ښاروالۍ اړوند پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

15 ثور 1403

11880.jpg (1820 × 1024)

په۱۴۰۳  کال کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او دمرکزي ریاستونو یو شمیر رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د ۱۴۰۳ کال د پراختیایي پلان د پلي کېدو په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د برابرې پراختیا پر اصل یې ټینګار وکړ او ویې ویل:د ښار د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، نوې رغنیزې پروژې طرحه او د نوي کال په پلان کې شاملې شوې دي.  کابل ښاروال د نویو سړکونو د جوړولو په اړه مسئولینو ته وویل: د ماسټر پلان له مخې دې یو شمېر سړکونه په دقیقه توګه سروې او بیا دې په معیاري ډول ډیزاین او د تدارکاتو ریاست د مسئولینو له خوا دې تدارکاتي چارې ترسره شي. نوموړي د سړک جوړونې د يو شمېر مهمو پروژو د برخليک په اړه چې، د تخنيکي او حقوقي ستونزو له امله نیمګړې پاتې دي وويل: اړوند مسئولین دې د پروژو د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي، ترڅو د نیمګړو پروژو کار ژر تر ژره بیا ځلي پیل شي. د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د سړکونو روښانه کول، د پلو لارو، کانالونو، لښتیو، پلونو، پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د ماشینرۍ پېرودل، د یو شمېر پروژو ډیزاین او د عامه ښاري تاسیساتو بیارغونه شامل دي چې، د تخنیکي او مشورتي بحثونو پر بنسټ یو هر اړخیز او بشپړ پلان جوړ شوی او ډېر ژر به یې د پلي کولو چارې پیل شي