د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تبلیغاتي شرکتونو له استازو سره ګډه مشورتي ناسته ترسره شوه

25 سنبله 1397


په معیاری ډول د کابل ښاروالۍ عوایدو راټولولو او د کابل ښار په اوږدو کې د تبلیغاتي بیلبوردونو تنظیم په موخه تیره چهارشنبه ورځ د روان کال د وږی میاشتي په ۲۱مه نیټه د کابل ښاروالۍ او تبلیغاتي شرکتونو استازو ترمنځ د کابل ښاروالۍ د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته ترسره شوه.
د ناستي په پيل کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چوپړونو ریس مصطفی سعیدی له دي ناستي څخه موخه  د بیلبوردونو او اشتهارتو څخه په معیاری ډول عواید راټول یاد کړل، ورپسي د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریس سید عمر دانش د کابل ښاروالۍ د عوایدو په اوسني وظعیت او د بیلبوردونو ټکس په خپل وخت د نه ورکولو څخه خواشیني ښکاره کړه او وی ویل:  د کابل ښاروالۍ د ټولګټو پروژو لږښتونه له عوایدو څخه دي نو پکار ده چې ټول خپل ټکسونه په خپل وخت سره وسپاري او خپل باقیات هم ژر تر ژره تحویل کړئ، نوموړي د بیلبوردونو د ټکس د هوکړه لیکونو د بیا کتني ټینګار وکړ او د تبلیغاتي شرکتونو له استازو څخه یې هم د نظر او وړاندیزونو غوښتنه وکړه، ورپسي د تبلیغاتي شرکتونو استازوهر یو په خپل وار د بیلبوردونو د ټکس هوکړه لیکونو په اړه خپلي ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل ترڅو په راتلونکي غونډو کې هراړخیزې پریکړي ترسره شي، او د کابل ښاروالۍ عواید په معیاري ډول راټول شي.