د حاجي مومن امیري په نامه د یوه ملي سوداګر له لوري د کابل ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا ریاست ۶۰۰ کارکوونکي د نغدو پیسو په ورکولو سره وستایل شول. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست رئیس مولوي سعدالله عثماني د یاد سوداګر له دې نیک احساس څخه مننه وکړه ویې ویل: د تنظیف او زرغونتیا ریاستونو کارکوونکي د کابل ښار د پاکوالي او زرغونتیا په برخه کې ډیرې هڅې کوي ترڅو ښاریان سوکاله او آرام ژوند ولري. د یادونې وړ ده چې، له دغو (۶۰۰) کارکوونکو سره چې، (۷۰) تنه یې ښځینه دي، هرې یوې ته (۷۰۰۰) افغانۍ او هر نارینه ته (۴۵۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه
د کابل ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا ریاست له یو شمېر کارکوونکو سره مرسته وشوه
6 ثور 1403