د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل د ترافيکو په رياست کې د پشتنې بانک نوې څانګه پرانیستل شوه

5 ثور 1403

11805.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د غوښتنې پر بنسټ، د تراقیک ریاست له خوا د موټرو د ګرځېدو د جواز (جواز سیر) د ویشلو پر مهال، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتوتو د محصول د تحویلولو په برخه کې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه؛ د کابل د ترافيکو رياست په انګړ کې د پشتنې بانک نوې څانګه پرانیستل شوه. د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست سرپرست حسیب الله مظهر په وینا، د پشتنې بانک دغه څانګه چې، په عصري سیستم سمباله ده؛ ښاریان یې له غوره بانکي خدمتونو څخه برخمن شوي او کولای شي په آسانۍ سره د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو تعرفې هلته تحویل کړي. نوموړي زياته کړه، چې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو ټول محصول د پشتنې بانک له لارې راټول او بيا وروسته د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کارول کېږي