د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (پروژې مدیریت او د کیفیت کنټرول) تر نامه لاندې ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد

5 ثور 1403

11807.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني او تخنیکي کارکوونکو ته (د پروژې مدیریت او د کیفیت کنټرول) تر نامه لاندې (۱۵) ورځنی ورکشاپ د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. د ودانیزو چارو د مرستیال په یاد ورکشاپ کې په بېلابېلو پړاوونو کې د کار د کیفیت د کنټرول اهمیت او ارزښت په اړه وړاندې شوي مواد خورا ارزښتناک او ګټور وبلل او ټینګار یې وکړ چې، د کابل ښاروالۍ فني او مسلکي کارکوونکي باید د ټولګټو او زیربنايي پروژو په پلي کولو کې مسلکي معیارونه په پام کې ونیسي. نوموړي زیاته کړه چې، په مسلک کې صداقت او رښتینولي یو منل شوی اصل دی او باید په کارونو کې خیانت ترسره نشي. ښاغلي یاسر د پروژو د کیفیت د تأمین په برخه کې د کابل ښاروالۍ له اړوندو مسئولینو څخه ستاینه وکړه او ډاډ ورکړ چې، اوس د کابل ښاروالۍ زیربنایي پروژې په ځانګړې توګه د سړک جوړولو پروژې په لوړ کیفیت او نړیوالو معیارونو سره ډیزاین او پلي کیږي. ورته مهال د ښاري زیربناوو، د پروژو او برنامو د تنظیم او د کار، ساتنې او مراقبت رئیسانو او انجنیرانو ژمنه وکړه چې، د پروژو په پلي کېدو کې به منل شوي  ودانیز معیارونه په پام کې نیسي او په پوره رښتنیولۍ به خپلې دندې پر مخ وړي