د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۳۹۸ لمریز کال د رارسیدو په مناسبت دکابل ښاروال پيغام

د کابل ښار ګرانو اوسیدونکو! د کابل ښاروالۍ مشر تابه پلاوۍ، د۱۳۹۸ لمریز کال د رارسیدو له امله، خپلو هیوادوالو په تیره کابل ښاریانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي او هیله کوي چې نوئ کال، دتل پاتې سولې، له خوشحالیو ډک او له هر راز تاوترخوالي څخه پاک کال وي.  زموږ په هیواد او د نوروز په حوزه کې د ورګډو نورو هیوادونو په منځ کې، نوروز یو له پخوانیو، تاریخي او با ارزښته جشنونو څخه شمیرل کیږي، دغه دودیز جشن هر کال د نوروز په حوزه کې د ورګډو هیوادونو په تیره زموږ دګران او تاریخي هیواد افغانستان دوګړو له خوا په بیلا بیلو ډولونو سره دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.  مخکیني آریایان په دې باور وو چې، اوبه او هوا معتدل کیږي، طبیعت له ژمني خوب څخه را ویښيږي او خپل ژوند بیا ځلي پیلوي ترڅو ځمکه یو ځل بیا خپله ښکلا او زرغونتیا تر لاسه کړي. کابل ښاروالۍ، همداسې چې د نیال کینولو په برخه کې تر ټولو دمخه ګام پورته کوي، له خپلو ټولو ښاریانو څخه هیله کوي تر څو د نیالګیو په کینولو، اوبه ورکولو او له هغو څخه په څارنه او پالنه کې ونډه واخلي، دپلازمینې د زرغونتیا او دپاکې هوا د رامنځته کولو په موخه خپل دیني او ټولنیز مسوولیت تر سره کړي ترڅو یو زرغون، ښیرازه او له هر راز ککړتیاوو څخه پاک ښار ولرو.