د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ښاري ناحیو کې د بیا کتني او ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

20 حمل 1398

د روان کال وری میاشتي په ۱۳مه نیټه د دوشنبې په ورځ د بیاکتنې او ظرفیت لوړونې دوه ورځنې ورکشاپ د تعرفې ویش او د ښاري چوپړونو محصول راټولو په موخه د ۲۲ګونو ناحیو رییسانو او د اړوندو برخو مدیرانو ته کابل ښاروالۍ کې په لاره واچول شو. دغه ورکشاپ چې د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز په مشرۍ پرانستل شو، د کابل ښاروالۍ عوایدو عمومي رییس او هبیتات دفتر د ښار ټولو لپاره (CFA) پروګرام استازو هم پکې ګډون درلود، چې د املاکو سروی او ثبت، ټولنیزي او اقتصادي ودي او د دولت او خلګو ترمنځ د ټولنیز تړون په اړه پکې مالوماتي کڅوړي نندارې ته وړاندې شوي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ عوایدو ښه راټولو په اړه د ځانګړي میکانیزم له لارې بحث او وړاندیزونه وړاندي شول، ترڅو عواید په ښه توګه راټول او خلګو ته ښه خدمات وړاندي شي. د یادولو وړ ده چې کابل ښاروالۍ د هبیتات دفتر د ښار د ټولو لپاره پروګرام په مرسته د تیرو درې کلنو راهیسی د ښار په ۱۷ناحیو کې د املاکو سروی او ثبت چاري بشپړي او د پاتي ۶ناحیو د املاکو ثبت او سروی چاري په روان کال کې په پام کې لري چې بشپړي کړي چې پایله کې به یې کابل ښاروالۍ په لومړي ځل د املاکو مالوماتي بانک څخه برخمنه شي چې دا به د عوایدو راټولو او ښه چوپړونو وړاندې کولو برخه کې ډیرګټور تمام شي.