د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په عمومي تنظیفي حشر کې خلګ وهڅول ترڅو ناولتیاوي په ټاکلي ځایونو کې وغورځوئ

28 حمل 1398

د یو پاک او سمسور کابل ته د رسیدو په موخه نن د ۱۳۹۸کال د وری میاشتي په ۲۵مه نیټه د ښار په ټولو نواحیو په اوږدو کې عمومي تنظیفي حشر د کابل ښاروالۍ او دهبیتات دفتر د پاک او سمسور ښار پروګرام له لارې د مسولینو او خلګو په ګډون په لاره واچول شو. په دي حشر کې کابل ښاروال احمد ذکی سرفراز ښاریان وهڅول ترڅو د ناولتیاوو له زیږند څخه مخنیوي ترڅنګ په ټاکل شویو ځایونو کې وغورځوئ نومړي زیاته کړه: سمسور او پاک ښار ته د رسیدو په موخه اړینه ده چې د خپلو کورونو او ملکیتونو مخه چې زمونږ دیني وجیبه هم ده پاکه کړو او لری نه ده چې کرار کرار هغه ورځ هم راورسیږي چې نور ناولتیاوي د ښار په اوږدو کې غورځول شوی نه وي او همدارنګه ښاریان هم ناولتیاوي د سړکو په سر او لښتیو کې ونه غورځوي. په لښتیو کې د ناولتیاوو غورځول له یوي خوا د ښار ښکلا ته زیان اړوي او له بل لوري د لښتیو د بندیدو سبب ګرځي چې سړک ته د اوبو راوتلو یو لامل هم همدا ده. هیله کیږي چې ښاریان د ښار په وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي ترڅو د تنظیف ریاست کارکونکو ته سرخوږې جوړ نشي.  د یادونې وړ ده چې د دي تنظیفي حشر په پایله کې د بیلا بیلو ناحیو څخه ناولتیاوي راټولي او د تنظیف ریاست د وسایطو په مرسته له ښار څخه بیرون لیږدول شوي.