د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مسوولانو او ولس تر منځ د مخامخ خبرو لومړۍ ناسته جوړه شوه

19 جوزا 1398

 شنبه ورځ د ۱۳۹۸ کال د جوزا په ۱۱مه د اروپایي ټولنې په ملاتړ چهلستون باغ کې د ښاروالۍ د مسوولانو او ولس تر منځ ناسته او روژه ماتي مراسم وشول. ناستې ته د کابل ښاروالۍ د مشرانو تر څنګ د کابل ولایتي ادارې او امنیه قومندانۍ مسولان او د کابل د خلکو ګڼ مشران او استازي هم راغلي، څو ستونزې واوري او.د حل په لارو چارو یې وغږیږي. د غونډې په پیل کې د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز ۱۳۹۸ کال لپاره د ښاروالۍ په مختلفو پروګرامونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، ښاروالي سږ کال د اصلي او فرعي سړکونو، ویالو او کانالونو، د پلیو لارو د شبکو، د شینه پل او پل پاچا، د ښاري بس تمځایونو، د ترافیکي اشارو نصب او د ادرس موندلو د لوحو نصب، د ښار زرغونتیا، دستفروشانو د تنظیم او نورو برخو کې ګڼ پلانونه سنجولي او یو په یو به یې معیاري او د خلکو د تقاضا سره سم پلي کړي. کابل ښاروال د پرونۍ ناستې هدف دا وباله چې ورسره د ښتر په پراختیا او وده کې د همکارۍ روحیه، د مسوولیت منلو احساس او پریکړو کې د ښاریانو رول پیاوړی شي.  کابل ښاروال جناب سرفراز دا هم وویل چې لازمه ده مسولان د خلکو معقولې غوښتنې، نظریات او وړاندیزونه په خپلو پلانونو کې ځای کړي. کابل ښاروال د خپلواکۍ سلمې کلیزې لپاره د ښاروالۍ د چمتوالي خبر هم ورکړ او له خلکو یې هیله وکړه چې د دغې ورځې نمانځنې لپاره دې خپل کور مالت ښایسته او سینګار کړي. ورپسې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ښاري نظم او امنیت برخه کې د خلکو په رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، که خلک ښاري نظم او قانون مراعات کړي او له مسوولینو سره همکار واوسي، ښاري ژوند به خورا مثبت بدلونونه تجربه کړي. په اخره د خلکو له استازو سره د دوی د ستونزو د حل، سړکونو جوړولو، ښارپاک ساتنه او ښاروالۍ کې د دوی د اسنادو اسانه پروسس او نورو لسګونه مواردو کې د مشکلاتو په تړاو د بحث، پوښتنو، وړاندیزونو اوریدلو لړۍ تر ډیره روانه وه. د پوښتنو په لړۍ کې احمد ذکي سرفراز د کابل ښاروالۍ دننه د اسنادو د سوکه طی مراحلو په تړاو د خلکو له وړاندیزونو اوریدلو وروسته اړوندو مسوولینو ته لازم هدایات وکړل. دغه راز یې د کابل ښاروالۍ د مسوولانو په استازیتوب ګډونوالو ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې وړاندیزونو ته به یې د ښاروالۍ راتلونکو پلانونو کې خاص ځای ورکول کیږي او دا ډول بحثونه به د ښار مختلفو برخو کې له خلکو سره نیول کیږي.