د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال د ښاري بیا رغونې نمونیي پروژې څخه لیدنه وکړه.

6 سنبله 1398

د کابل ښاروالۍ ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز مخکې له غرمې د ښاري بیا رغونې نمونیي پروژه چه د جوړولو چارې یې اوس هم د۱۵ ناحیې په پنجصد فامیلي کې دوام لري لیدنه وکړه.

د کابل ښاروال وویل چې د کابل ښاروالۍ تصمیم لري چې د ښار جوړونې عصري معیارونو سره سم د کورونو جوړول ‌، د غیر پلاني ساحو بدلول په پلاني ساحو، د کابل ښار د دوامداره پرمختګ لپاره  د پروژو پلي کولو پر ځای د ځمکو د استملاک او د معاصرو او نویو طریقو چې د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې یې مثبته نتیجه ورکړې ده د ښار د پراخوالي لپاره ګټه واخلي.

د ځمکې نوی تنظیم او ښاري انکشاف دوه ورته طریقې دي چې کولای شي د ځمکو په استملاک د ښار پراخوالي او پلانګذارۍ کې ترې ګټه واخیستل شي.

د کابل ښاروالۍ بهسازي ریاست د ځمکو د نوي تنظیم آمیریت کارکوونکي د څو کلونو راهیسې د دوست هیواد جاپان ( JICA ) په همکارۍ سره دغه طریقې په پوره ماهرانه ډول زده کړي او اماده دي چې غیر پلاني ساحې چې د کابل ښار ماسټر پلان په حدودو کې قرار لري.د پورته ذکر شویو طریقو څخه په ګټه اخیستنې د کابل ښاروالۍ په انکشافي پروژو کې شامل او بیا له ترتیب څخه وروسته په ساحه کې تخنیکي پلانونه عملاً تطبیق کړي.چې د پنجصد فامیلي په ساحه کې د ۸۹۰۰ مربع مترو په درلودلو سره دوه ودانۍ د رغونې په حال کې دي او د دوه نودو ودانیو کار به زر پیل شي چې به پکې د هستوګنې اپارتمانونه ،شنې ساحې ، د ماشومانو دلوبو پارکونه ، د وسایطو پارکینګ او نور تاسیسات وجود ولري