د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر آباد کانال د اساسي ساختمان کار تر ٪۸۵ زیات مخ ته تللی

25 سنبله 1398

د شنبه په ورځ د ۲۳ وږی د کابل ښاروالۍ د ساختماني او تخنیکي چارو مرستیال محمد صدیق صاحبزي او د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورت د ښه‌والي او اغېزمنتیا پروګرامونو رییس عبدالقیوم ځاځي د وزیرآباد کانال او د کابل ښار د سړک جوړونې د ځينو پروژو د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه او د کار پر چټګتیا او د کیفیت پر لوړوالي یې ټينګار وکړ. دغه کانال ۷ کیلو متره اوږد او له ۵- ۱۰ متره پلنوالی لري، د کانال خواوې له سیخ او کانکرېټ څخه رغېدلي او دواړو خواوو ته یې فلزي کټارې لګېدلې، چې تر کار لاندې دي. دا کانال د ۱۵،۱۷،۱۱،۱۰، ۴ او ۲ مې ناحیې د ځمکې د سطحې اوبه انتقالوي، چې د کار له بشپړېدو وروسته به پر سړکونو د اوبو د ډنډ کېدو په برخه کې د کابل ښاریانو ستونزې، چې د بارانونو په موسم کې یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي، حل شي او په اړوندو ساحو کې به د سړکونو د ویجاړېدو مخه ونیسي. له تخنیکي او فني بحثونو وروسته د زیان منونکو ټکو د له منځه وړلو او اړوندو کارونو د اغېزمنتیا لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول، ترڅو ژر تر ژره د دغه کانال کار پای ته ورسېږي.