د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې د درېیم بلاک د (زرغون) تفریحي پارک د جوړولو کار پيل شو

4 میزان 1398

په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د پروژې د درېيم بلاک د (زرغون) تفریحي پارک د جوړولو کار د چهار شنبه په ورځ د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۳مه د انکشافي پروګرام رییس عبدالقدیر ساحل او ۱۲مې ناحیې د رییس زمري کوچي په وسیله د دې ناحیې د اوسېدونکو او مخورو په حضور کې پيل شو.

ټاکل شوې ده چې دغه پارک به په اساسي ډول د کابل ښاروالۍ له انکشافي پروګرام څخه تر ۶۸ میلیونه افغانیو په زیات ارزښت په ۴۶۵۰۰ متر مربع مساحت په یوه کال کې جوړ شي؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، د اوبو څاه، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشونو لپاره د لوبو وسایل نصبول، د فوټبال ورزشي میدان، نارینه او ښځینه تشنابونه، روښنايي، چترۍ، د ساتونکي کوټه، چمن، نیالګي او ګلونه اېښودل پکې شامل دي.