د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې د دریو سړکونو د کانکریټ اچونې کار پيل شو

22 میزان 1398

نن د روان کال د تلې په ۲۱مه د شلمې ناحیې په غازي اباد، بالاکوه او گل زار سیمه کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال او د ځايي اوسېدونکو او مشرانو په حضور د دریو سړکونو د جوړېدو کار د پټۍ په پرې کولو پيل شو. 

دغه سړکونه په ۱۶۵۹ متره اوږدوالي او ۶ متره سور چې ویالې هم پکې شاملې دي، د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقې پروژو څخه د 250000 امریکايي ډالرو په ارزښت کانکرېټ کېږي؛ چې د هوا د ککړتیا ستونزې به ورسره حل شي، په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیل داسې وویل: د پروژو په تطبیق کې د پخو او اساسي سړکونو موخې ته د رسېدو په برخه کې د خلکو رول مهم او اساسي دی، ځکه د پروژو اصلي خاوندان ښاریان دي. دغه راز نوموړي د پروژو د عملي کارونو د اجرا کولو په مختلفو پړاونو کې له ځايي اوسېدونکو همکاري وغوښته، ترڅو د کیفیت او سرعت له مخې خپل رول ادا کړي او له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.