د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یوه ښاري د فاتحې یو سالون جوړ او کابل ښاروالۍ ته یې تسلیم کړ

26 عقرب 1398

د پنځلسمې ناحیې د عربانو ښارګوټي په سیمه کې د فاتحي د یوه سالون کار چې د ټولنیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره زموږ د یوه ښاري عبدالوکیل بقايي د ورثې په مالي مرسته جوړ شوی دی، د ۱۳۹۸کال د لړم په ۲۳مه د جمعې په ورځ په یو لړ مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي ته تسلیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو مرستیال له آغلې فوزیه علم بقايي، چې د عبدالوکیل بقايي له وارثانو څخه ده او د دغه مذهبي ځای په جوړولو کې يې زیاتې هڅې کړې دي، د مننې تر څنګ وویل چې کابل ښاروالي به د دغه ځای د زرغونې ساحې د اوبولو او ساتلو لپاره پروګرامونه عملي کړي، ترڅو ځايی او د اړوندو ساحو اوسېدونکو لپاره زیاتې اسانتیاوې چمتو شي. دغه سالون په ۳۰۰ متره مربع مساحت په یوه منزل کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې عصري، تشنابونه، د ساتونکي کوټه، چای خونه، دهلېز او د اوبو یوه څاه پکې شامله ده او په یوه وخت کې ۵۰۰ کسان ځایولی شي.