د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې له ځمکو د ناسمې ګټې اخیستنې څخه د مخنیوي په موخه اقدام وشو!

9 سرطان 1400

د دولسمې ناحیې اړوند هغه ۲۰ نمرې چې جنجالي وې او د لوی څارنوالۍ او د ملي امنیت تر کنټرول لاندې وې او یوه لیک په ترڅ کې یې له کابل ښاروالۍ غوښتي وو څو په باندې رغونې صورت ونه مومي، خو یو شخص چې ځان د مشرانو جرګې سلاکار یادوي په زور په یاده سیمه کې ودانیزې چارې پیل کړې وې، چې په مقابل کې یې کابل ښاروالۍ اقدام وکړ او له ناقانونه رغونو یې مخنیوی وکړ. دغه راز د یادې ناحیې یو شمیر نورو ښاریانو چې غوښتل یې له زرغونو سیمو څخه په ګټې اخیستنې ودانیز توکي وپلوري، مخه یې ونیول شوه او له یادې سیمې ولیږدول شول. له غصب د ځمکو بیرته راګرځول او هغه دسمې ګټې اخیستنې په برخه کې کابل ښاروالي یو شمیر مهم پلانونه تر لاس لاندې لري چې له قانون تښتیدونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.