الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیز جواز د صادرولو ساده شوي پړاوونه تشریح شول

3 ثور 1405


د ودانیزجواز د صادرولو ساده شوي کاري پړاوونه، چې څه موده وړاندې د ا- ا – ا د چارو د ادارې د عمومي ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا او د کابل ښاروالۍ په همکارۍ ساده شوي دي، د دې ادارې د بېلابېلو څانګو کارکوونکو ته تشريح شول.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د پلان‌ جوړونې او ښاري پراختيا مرستيال، ډاکټر صدرالدين تاجک، د ودانیز جواز د صادرولو د پړاوونو په بهير کې د رامنځته شویو اصلاحاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د اداري چارو د آسانتيا په موخه، مخکې د ودانیز جواز صادرول په ۴۵۵ پړاوونو او د ۳۸۹ ورځو په موده کې ترسره کېدل، خو اوس د اصلاحاتو په پلي کېدو سره دا بهير ۶۹ پړاوونو او ۲۰ ورځو ته راکم شوی دی.
دغه راز ښاغلي تاجک د بېلابېلو څانګو پر مسؤليتونو ټينګار وکړ او له کارکوونکو يې وغوښتل چې، د دغه ساده شوي بهيرد پلي کولوپه برخه کې هلې ځلې وکړي. د نوموړي په وينا، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له برنامو ملاتړ کوي او په دې هڅه کې دي چې، د ښاريانو لپاره يوه ځواب ويونکې او اغېزمنه اداره رامنځته کړي.
وروسته، بريالي ابدالي د اداري چارو د پړاوونو د ساده‌ کولو رئيس، داړینو معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ وويل: د تخنيکي ارزونو، د معلوماتو راټولولو او د دندو د لایحې له ارزونې وروسته، د ودانیز جواز د صادرولو بهير ترپخوا آسانه شوی دی، څو ښاريان وکولای شي له دې خدمتونو څخه په آسانۍ سره ګټه پورته کړي.
نوموړي زياته کړه چې، د ودانیز جواز صادرولو پړاوونه په پلاني او غيرپلاني سيمو کې بياکتل شوي او د ځانګړو اصولو، لارښوونو او کړنلارو په پام کې نيولو سره په ساده، چټک او اغېزمنه توګه پلي کېږي.
دغه اقدام د ښاري خدمتونو د چټکتيا او په اداري چارو کې د شفافيت د زياتوالي په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي. دغه راز ټينګار وشو چې، که د کاري پړاوونو په تعديل کې اړتيا پېښه شي، ګډه کمېټه د هغې د ارزونې او اصلاح مسئوليت لري.
د يادونې وړ ده چې، د ودانیز جواز د صادرولو ساده شوي پړاوونه د ټاکل شوې کمېټې له خوا د بېلابېلو څانګو مسئولينو ته تشريح شول، څو ښاريانو ته د ودانیز جواز د ترلاسه کولو په بهير کې لا زياتې آسانتياوې رامنځته شي.