الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په صنعتي پارکونو کې د طبي کثافاتو د پاکولو د يو شرکت فعاليت وځنډول شو

29 حمل 1405


د کابل ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې د طبي کثافاتو د تخنیکي پلاوي له لوري د «ګلبدین حکیمي» په نوم د طبي کثافاتو د پاکولو یوه شرکت فعاليت وځنډول شو.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل‌کریم احمد به دې اړه وویل: دې شرکت د کثافاتو د لېږد پر مهال طبي کثافات له ښاري کثافاتو سره ګډ کړي ول چې تر څارنې وروسته وپېژندل شو او کثافات په معیاري توګه د له منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
نوموړي زیاته کړه چې، تر دې وړاندې د یاد شرکت مسئولینو ته سپارښتنه شوې وه چې، یاد کثافات په معیاري توګه ولېږدوي، یو له بل څخه یې جلا کړي او د سوځولو پرمهال دې ورته د انسنراتور په وسیله جدي پام وکړي. همدا راز دوی ته ویل شوي وو چې، لارښوونې په پام کې ونیسي او د چاپېریال پاک ساتلو ته پام وکړي.
مسئولینو همداراز ټینګار وکړ چې، دا موضوع د عامې روغتیا وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ له خوا تر څېړنې لاندې ده، څو سرغړوونکي قانوني تعقیب شي.