الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست نوی مرستیال وټاکل شو

1 ثور 1405


د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، انجنیر عابدالله پاڅون د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.
نوموړی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دغه پېژند غونډه کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د یادې ادارې د مشرتابه د سپارښتنو د بیانولو ترڅنګ، د اړوند چارو پر وخت ترسره کولو او په غوره توګه یې د استملاکي پروژو په پلي کېدو ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي انجنیر پاڅون یو ژمن، مسلکي او تجربې لرونکی شخص یاد کړ.
ورته مهال د استملاک نوي مرستیال ډاډ ورکړ چې، خپل مسئولیتونه به په پوره رښتینولۍ، ژمنتیا او روڼتیا سره پر مخ یوسي.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د خپلو پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په موخه، لسګونه استملاکي پروژې تر لاس لاندې لري چې، دا کار د ښاري زېربناوو د پراختیا او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لوبوي.