د دیارلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري له بازارونو د څارنې په پایله کې (۷) ټنه تېر وخته او بې کیفیته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولیږدول شول. د یادې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وايي چې، په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، چپس، نوشابه، چاکلیټ، کچپ صابون، د مینځلو مایع او یو شمېر نور شامل دي نوموړي وویل چې، د څارنو په لړ کې له نرخنامې سره سم د بیو له څرنګوالي هم څارنه وشوه. ښاغلي امیري له ښاریانو وغوښتل چې، د توکو پیرلو پرمهال نېټې او کیفیت ته جدي پام وکړي او نرخنامې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي
د دیارلسمې ناحیې له بازارونو ۷ ټنه تېر وخته او بې کیفته توکي راټول شول
19 حمل 1402