د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له پښتونستان واټ څخه تر کابل سیند پورې د سړک د یوې لیکې زیانمنې برخې بیا ورغول شوې. د یاد سړک ځینې برخې د وخت په تېرېدو سره ویجاړې شوې وې، چې له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې په بنسټیزه توګه د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله د بیارغونې په اړه اقدام وشو په دې وروستیو کې د یاد سړک په اوږدو کې د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، یو لښتی هم په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی. هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري، یو پر بل پسې به یې د بیارغونې په اړه اقدام وشي
له پښتونستان واټ څخه تر کابل سیند پورې د سړک زیانمنې برخې بیا ورغول شوې
20 حمل 1402