د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه عبدالعلي سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

20 حمل 1402

9611.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۱۳ مې او ۱۴ مې ناحیو اړوند، د قلعه عبدالعلي په سیمه کې د کوڅو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو رياست د خدماتي پروژو دڅارنو آمر انجنير محمد فهيم دراني په دې اړه وويل: تر اوسه د دې پروژې چارې ۲۸ سلنه پرمخ تللې او د روان کال تر نيمايي پورې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. نوموړي زياته کړه، د يادې  سيمې کوڅې چې په ټوليزه توګه له ٦ کيلومترو څخه زيات اوږدوالی لري او پلنوالى يې له ٣ مترو تر ۶ مترو پورې دى، د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه جوړیږي چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسیدونکو موسمي ستونزې حل شي. د یادولو وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجنیران د دغې پروژې له کیفیت او کار څخه په منظمه توګه تخنیکي او فني څارنه کوي