الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

یوه ښاري ۳۰۰۰ دیوار بید نیالګي کابل ښاروالۍ ته ډالۍ کړل

20 حمل 1402

9613.jpg (1820 × 1024)

د ښار په زرغونتیا کې د ښاریانو د ګډون پر دوام، یو تن ښاري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ۳۰۰۰ دیوار بید نیالګیو په ډالۍ کولو سره  یې د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د یاد ښاري له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، دغه نیالګي به په شهرنو پارک کې کېنول شي. نوموړي وویل: د ښار په زرغونتیا کې د ښاریانو رول مهم او اړین دی. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شهرنو پارک د زرغونتیا په پار، زرګونه، مورپان، ناجو، دیواربید نیالګي او زنیتي بوټي کېنول شوي دي. په همدې توګه د یاد پارک د بیارغونې د پلان له مخې د اوبو د یوې فوارې او یوه کلاسیک آبشار د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي، چې په بشپړیدو سره به یې د دې مهم پارک په زرغونتیا او ښکلا کې مثبت بدلون راشي