د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ پیچلي اداري پړاوونه آسانه کیږي

21 حمل 1402

9617.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د اداري پړاوونو د ساده کولو ریاست د استازو ترمنځ، د پېچلو اداري پړاوونو د آسانه کولو په موخه لومړۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په اړه وویل چې، اړینه ده ټول پیچلي پړاوونه لنډ او ساده شي او په دې برخه کې د یاد ریاست مرستې ته جدي اړتیا لیدل کیږي. ورته مهال د اداري پړاوونو د ساده کولو رئیس وویل چې، د کابل ښاروالۍ د اداري پړاوونو له آسانه کولو څخه یې موخه، د بشري سرچینو له بې ځایه لګښت او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی دی، چې په لومړي پړاو کې به د ودانیز جواز د اخیستلو پړاوونه د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره په همغږۍ کې آسانه او ساده شي. د یادونې وړ ده چې، د اداري پړاوونو د ساده کولو ریاست د چارو اداري په چوکات کې فعالیت کوي او په بېلابېلو ادارو کې د پېچلو اداري پړاوونو د ساده کولو مسئولیت په غاړه لري. ټاکل شوې ده، د کابل ښاروالۍ پېچلي او ستونزمن اداري پړاوونه له یاد ریاست سره د هوکړه لیک تر لاسلیک کولو وروسته آسانه او ساده شي