د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته، د قمبرڅلورلارې د بلاکونو له مخې څخه تر کمپنۍ سړک پورې د نښلوونکي سړک کانکریټ چارې شوې. دغه سړک چې، (۹۵۱ ) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره پراخوالی لري، دیوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې
۴۰ سلنه چارې مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي هڅه کوي څو، د دغه سړک چارې ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دیاد سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې لرې او بل خوا به دښاریانو په تګ راتګ کې آسانتیاوې رامنځته شي